
د ایکنا د راپور له مخې چې د «الشروق» خبري وېبپاڼې څخه ئې نقل کړی راغلی دي، شیخ سید عبدالشافي هلال د ۱۹۴۵ کال د مئ په ۲۹ د مصر د قلیوبیه ولایت په «دمنهور شبرا الخیمه» سیمه کې وزېږېد. هغه د قرآن کریم د خدمت، دعوت او د الهي کلام د خپرولو له پلوه یو بډای او ارزښتناک قرآني میراث پرېښود.
شیخ سید عبدالشافي هلال په داسې کورنۍ کې لوی شو چې له علم او قرآن کریم سره ئې ځانګړې مینه لرله. هغه د کوچنیوالي په عمر کې د خداي تعالی کتاب حفظ کړ او په ۱۲ کلنۍ کې ئې د قرآن کریم بشپړ حفظ پای ته ورساوه. وروسته ئې د تجوید او قرائت علوم د قرآن کریم له یو شمېر علماوو څخه زده کړل. د هغه له مهمو استادانو څخه شیخ محمد عبدالغني و، چې هغه ئې د الازهر د قرائتونو انسټیټیوټ ته د شرعي او قرآني زده کړو د بشپړولو لپاره وهڅاوه.
د نوموړي د تلاوت استعداد له ماشومتوبه څرګند و. هغه لا د ۱۷ کلنۍ عمر ته نه و رسېد چې په دیني مراسمو او قرآني محفلونو کې ئې ګډون کاوه، تر دې چې شهرت ئې د قاریانو او اورېدونکو ترمنځ خپور شو. هغه د خپل پياوړي غږ او اغېزشیندونوکي ادا له امله مشهور شو او د ستر نسل د قاریانو په کتار کې ودرېد. همدارنګه د مصر دننه او بهر د قرآن کریم د خپرولو لپاره د هغه د پراخو هڅو له امله ورته د «د تلاوت د دولت او محفل سفیر» لقب ورکړل شو.
دغه مرحوم قاري په ۱۹۷۶ میلادي کال کې د مصر راډیو ازموینې بریالۍ کړې. هغه تر دې وړاندې د تلاوت او اجرا په برخې کې خپل ځانګړی سټایل او شخصیت نندارې ته وړاندې کړی و. نوموړي ټینګار درلود چې خپل ځانګړی هنري اثر ولري او د نورو تقلید ونه کړي، له همدې امله ئې د قرآني تلاوت پر مینهوالو او اورېدونکو ژور او ځانګړی اغېز پرېښود.
شیخ سید عبدالشافي هلال د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د مصر استازیتوب وکړ. هغه له ۲۰ څخه زیاتو عربي، اروپایي، افریقایي او امریکایي هېوادونو ته سفرونه وکړل او په ګڼو سترو اسلامي محفلونو کې ئې قرآن کریم تلاوت کړ. نوموړي همدارنګه په امریکا او سویس کې دوه ځله بشپړ قرآن کریم ثبت کړ. د هغه د غږ په وسیله د قرآن کریم له اورېدو وروسته یو شمېر نارینه او ښځینه سویسیان مسلمانان شول.
هغه د روژې مبارکې میاشتې د قرآني یا د قدر د شپو د احیا لپاره د متحده عربي اماراتو مېلمه هم و او د دغه هېواد په ګڼو لویو جوماتونو کې ئې د قرآن کریم تلاوت وکړ. نوموړي په بېلابېلو قرآني محفلونو کې پراخ شتون او ژور اغېز درلود.
شیخ سید عبدالشافي هلال د اوږدې مودې لپاره د قلیوبیه ولایت د قاریانو د مشر په توګه دنده ترسره کړه. هغه د قاریانو د لارښوونې او روزنې او همدارنګه د تلاوت د احکامو د زده کړې او مهارت پر اهمیت د ځانګړې پاملرنې له امله پېژندل کېده.
هغه د ۲۰۱۳ کال د جولای تر ۱۸ ، یعنې د خپل وفات تر ورځې پورې، د الهي وحی د کلام خدمت ته دوام ورکړ او د قرآن کریم د اهل او مینهوالو ترمنځ ئې تلپاتې قرآني میراث او نیک سیرت پرېښوده.
https://iqna.ir/fa/news/4354929